لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډيموکراسۍ پر ځاې کولو په اړه دجنرال مشرف په ژمنو باور لرم: جمهوررئيس بوش


دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئيس جارج بوش ويلي هغه دَ پاکستان کې دډيموکراسۍ دټينګښت په اړه دجمهوررئيس جنرال پرويز مشرف په وعدو باور لري.
ښاغلي بوش زیاته کړه چې جنرال مشرف تراوسه دهاغو ژمنو څخه نۀ دى اوښتى چې له امله يې دامريکا دملاتړ څخه لاس ووينځي.
بلخوا دپاکستان لويې څارنوال ملک محمد قيوم هيله څرګنده کړې ده چې دروانې اوونۍ تر پايې به جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف دپوځي يونيفارم په کوزولو ديو عام جمهوررئيس په توګه دخپل منصب سوګند واخلي.
واشنګټن کې امريکايي تيلي ويزيون سره په مرکه کې ښاغلي بوش وويل پاکستان کې دبيړني حالت دپه ځايې کيدو څخه وروسته دنيول شوو کسانو پريښودل ښه اشاره ده.
جمهوررئيس بوش وويل هغه پاکستان کې دبيړنى حالت په ځايې کولو څخه خوښ نۀ دی خو پوهيږي چې جنرال مشرف دبنسټ پالنې په ضد جنګ کې څومره مهم دى.
دۀ زياته کړه زۀ پوخ باور لرم چې جنرال مشرف به پاکستان دډيموکراسۍ ليکې ته سم کړي. ښاغلي بوش يوځل بيا غوښتنه وکړه چې جمهوررئيس مشرف بايد په هيواد کې زر تر زره بيړنىحالت ختم ، انتخابات ترسره او دغير پوځي جمهوررئيس په توګه دذمه واريو سمبالولو څخه وړاندې دپوځ دسرلښکر دمنصب څخه تير شي.
ديوې پوښتنې په ځواب نوموړي وويل دپاکستان داتومي وسلو غلطو لاسونو ته دپريوتو احتمال نشته او نۀ هغه په دې اړه کومه انديښنه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG