لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي ویاند :جنرال مشرف به دَ یونیفارم دَ بغیر جمهور رئیس سوگند اخلي


دَ پاکستان دَ پوځ ویاند جنرال وحید ارشد ویلي تمه ده چې جنرال پرویز مشرف به دَ زیارت په ورځ د یونیفارم بغیر دَ جمهوررئیس سوگند پورته کړي.
دَ پوځ ویاند زیاته کړه چې جنرال پرویز مشرف به سوگند پورته کولو نه وړاندې دپاکستان دَ پوځ دَ سر لښکرۍ نه لاس په سر شي او دَ پوځ واگې به دَ جنرال اشفاق پرویز کیاني لاسونو کې ورکړي.
جنرال پرویز مشرف پاکستان کې دننه او بهر اړخه سخت فشار لاندې دی چې پوځي یونیفارم دې لرې کړي او هېواد کې دې اساسي قانون پر ځايې کړي.
یاده دې وي چې دَ پي سي او لاندې سوگند پورته کونکي قاضیانو تیره اونۍ جنرال پرويز مشرف دَ پوځي څوکې سره جمهور رئیس ټاکل کیدو پر ضد دخل شوي خواستونه رد کړی وو.
دپاکستان مخالفو سياسي ګوندونو دپي سي او لاندې دسترې محکمې دسوګنداخستونکو قاضيانو په پريکړو دبې باورۍ څرګندونه کړې ده او وايي په محکمه کې ناست قاضيان يواځې هغه پريکړې کوي چې جنرال پرويز مشرف ته قبولې وي.

XS
SM
MD
LG