لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بې نظير بوټو ته په ٢٧ م دسمبر دځانمرګي بريد ګواښ شوى دى


دپاکستان پيپلز ګوند مشرې او پخوانۍ صدراعظمې ميرمن بې نظير بوټو ته ګواښ شوى دى چې هغه به په ځانمرګي بريد کې ووژل شي.
دميرمن بوټو دامنيت دچارو صلاح کار رحمان ملک ډيوه راډيو سره دتماس په وخت وويل دترهه ګرو لخوا پلان جوړ شوى چې په ٢٧م دسمبر دپيپلز ګوند په مشرې بې نظير بوټو ځانمرګي بريد وکړي او هغه وژني.
ښاغلي ملک وويل مونږ دورانکارو په ناوړه ارادو دوړاندې څخه پوهه شوي يو او دولت مو په دې اړه له خپلې انديښنې څخه خبر کړى دى.
دميرمن بوټو صلاح کار په دولت نيوکه وکړه چې دزياتو ګواښونو باوجود هم نۀ تياريږي چې بې نظير بوټو ته کوټلى امنيت ورکړي.
دۀ وويل دداسې ګواښونو يو مقصد دا هم دى چې دټولټاکنو په محال ميرمن بوټو دخپل ولس څخه په واټن وساتل شي، خو ولې هغه يوه ولسي مشره ده او دهر رقم ګواښونوباوجود به د ولس په مينځ کې اودريږي.
رحمان ملک زياته کړه کله چې بې نظير بوټو هيواد ته راستنيدله نو په هغه وخت هم نوموړې ته دځانمرګي بريدونو ګواښ شوى ؤ.
دۀ وويل کۀ چرې دولت هغه وخت دپيپلز ګوند انديښنې ته غوږ نيولى وى نو په کراچۍ کې به دسوونو بې ګناه وګړو وژنه نۀ رامينځته کيده.
نوموړيوویل اوس هم دولت څخه غواړو چې بې نظير بوټو ته امنيت ورکړي او دورانکارو مخه ونيول شي..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG