لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف :اسامه بن لادن پاکستان کې کېدى شي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي داسې احتمال شته چې دالقاعده مشر اسامه بن لادن باجوړ ايجنسۍ کې پټ وي.
هيڅوک په يقين سره نۀ شي وئيلى چې اسامه بن لادن چرته دى.
خو داسې ښکاري چې هغه دافغانستان دپولې سره پيوست دباجوړ په سيمه کې دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي مشرف وويل دامريکا په شمول به هيڅ يو هيواد ته پخپله خاوره کې ديو اړخيزه پوځي عملياتو اجازه ورنۀ کړي.
دبې نظير بوټو په ٣م ځل صدراعظمۍ څخه دبنديز پورته کولو په اړه مشرف وويل هغه په دې هکله امريکا سره کومه ژمنه نۀ ده کړې.
په ٣م ځل دصدراعظم جوړيد بنديز ختميدى شي، اؤ کۀ چرې دپيپلز ګوند مشرې ميرمن بوټو په ټولټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړو نو هغۀ ددۀ سره دولت جوړولو ته چمتو ده.
دراتلونکي صدراعظم دمسؤليتونو په اړه جمهوررئيس وويل صدراعظم به ددولت مشر وي او جمهوررئيس به دملي امنيتي کونسل مشري کوي.
پرويز مشرف زياته کړه دا وخت هيواد کې په ميډيا هيڅ قدغنونه نشته.
ميډيا به حقيقتونو څخه مخ ګرځولو، مړي يې ښودل او دترهه ګرو سره په مرکو کولو يې خلکو کې مايوسي خوروله ځکه مونږ وغوښتل چې ميډيا بايد داخلاقو دضابطې دننه خپرونې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG