لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکاېي جنرال : دَ پاکستان، افغاتستان گډې پولې خواته برویدونه کم شوي دي


امریکاېي جنرال جوزف ویلی چې دپاکستاني پولې سره خوا کې دناټو، پاکستاني او افغاني ځواکونو په مرسته دباغيانو هلو ځلو کې قريباً 40 فيصده کموت راغلى دى.
باوجود ددې کال چې اتحادي پوځيانو دطالب باغيانوپه خلاف جنګ کړى دى يو لوړ پوړى امريکايي چارواکى وايي افغانستان کې پرمختيا کيږي.
د اتوار په ورځ دافغانستان باګرام هوايي ډګر کې بريګيډئير جنرال جوزف ووټل ژورنالستانو ته په خبرو کې وويل د50 ؤ باغي مشرانو څخه زيات مړۀ يا هم نيول شوي دي.
ووټل وويل دامنيتي ځواکونو دبرياؤ باوجودباغيانو هلې ځلې سيوا شوي دي.
دقندهار ولايت دپوليسو مشر سيد اغا ثاقب وايي په ژيړي اولسوالۍ کې دافغان اوناټوګډو عملياتو کې 20 طالبان وژل شوي همدا رازيو افغان او دهغه درې ماشومان ارزګان ايالت کې په تيرين کوټ سړک دښخ کړل شوي بم له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
بلخوا داستريليا نوي صدراعظم کيون رټ په ناټو هيوادونو زور راوړى دى چې دافغانستان محکمتيا دپاره نوره مرسته وکړي.
دا خبرې دۀ داستريليا ددفاع وزيردهغه بيان څخه وروسته کړي دي چې پکې هغه ويلي وؤ چې افغانستان کې روان جنګ بائيلل کيدى شي.
دناټو يو لوړپوړي کمانډر رائټرز سره په يوه مرکه کې دافغانستان دزړۀ پورې پرمختيا لپاره په امدادي مرستو کې دزياتوالي غوښتنه کړې ده دامريکايي پوځ جنرال جان کريډک دقامونو څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې دبريښنا،سړکونو،سکولونو اؤ روغتونونو جوړولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG