لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور ته روان اور ګاډى  چپه شو،٥٠ مسافر مړۀ


دپاکستان دسندهـ ايالت په نوشهره فيروز سيمه کې دکراچۍ څخه لاهور ته روان اور گاډى د پاټلۍ څخه دخوئيدو له امله دحادثې سره مخ شو.
پيښه کې لږ ترلږه ٥٠ کسان مړۀ او ٢٠٠ ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دغه حادثه کراچۍ ايکسپريس نومې اور گاډي ته دمحراب پور سيمه کې دشپې ٣ بجې پيښه شوه.
په اور گاډي کې زياتره هاغه مسافر سپارۀ وؤ چې دکراچۍ څخه داختر تيرولو په غرض لاهور کې خپلو کورونو يا هم خپلوانو کره روان وؤ.
داور گاډي انجن او١٤ ډبې دپاټلۍ څخه وخوئيدې چې ٨ ډبې پکې په بشپړه توگه تباه شوې . دپيښې څخه سمدستي وروسته پوځيان اؤ دخواؤشا سيمې خلک دامدادي فعاليتونو دپاره دپيښې ځايې ته ورسيدل او داور گاډي څخه يې دمړو او ټپيانو دراويستلو کار پيل کړو.
دپاکستان دپوځونو مطبوعاتي څانګه وايي پيښه کې ٣٨ کسان مړۀ اؤ١٥٠ ژوبل شوي دي.
خو داورګاډو محکمه وايي ٣٠ مسافر مړۀ او١٠٠ ژوبل دي.
ازادې سرچينې بيا دغه دواړه شميرې سمې نۀ بولي او وايي لږ ترلږه ٥٠ مسافر مړۀ او٢٠٠ ؤ څڅه زيات ژوبل شوي دي.
دپاکستان دولت دپيښې دپلټنو امر کړى دى او په دې لړ کې يې داورګاډو دمحکمې لوړپوړى چارواکي طارق ياسين دپلټنو مشر مقرر کړى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG