لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افتاب شيرپاؤ ځانمرګي بريد لږ ترلږه٥٠ مړۀ


دپاکستان دکورنيو چارو په پخواني وزير او دپيپلز ګوند(شيرپاؤ) په مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ نن دجمعې په سحر هغه وخت يو ځانمرګي بريد وشو کله چې هغه دخپل کلي په جومات کې داختر نمونځ کولو.
په بريد کې لږ ترلږه ٥٠ کسان مړۀ اؤ د٧٥ ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.
افتاب احمدخان شيرپاؤ خپل کلي داختر نمونځ کولو ددۀ سره په جومات کې دکورنۍ غړي او دګوندپه ګڼ شمير کارمندان هم موجود وؤ.
کله چې جومات دخلکو څخه ډک شو په دغه وخت يوه درنه چاؤدنه وشوه ، دچاؤدنې سره سم دانسانانو غوښې په هوا کې والوتې اؤ په هر لوري انساني اندامونه خوارۀ وارۀ پريوتل.
په چاؤدنه کې افتاب احمدخان شيرپاؤ ته کوم ضرر ونۀ رسيدو.
ولې دهغۀ يو زوې او ورارۀ ژوبل شول.
دپيښې څخه وروسته وژل شوي او ژوبل کسان دپيښور او چارسدې روغتونونو ته ورسول شول.
او دغلته هم دګڼو ټپيانو حالت مرګونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دچارسدې اؤ پيښور په روغتونونو کې بيړنى حالت لګول شوى اؤسرچينې وايي چې ټپيان په روغتونونو کې دوينې دکموت سره مخ دي.
دچاؤدنې څخه وروسته پوليسو ټوله سيمه پخپله ګيره کې واخسته او دچارسدې په شمول ټول هيواد کې امنيتي تدابير سخت کړل شول.
دپاکستان دکورنيو چارو سکتر کمال شاه وايي دا يو ځانمرګي بريد ؤ اؤ پوليسو ته دپيښې دځايې څخه دځانمرګي بريد په اړه ځينې شهادتونه ترلاسه شوي دي.
دکورنيو چارو موقتي وزير حامد نواز خان هم دغه پيښه ځانمرګي بريد ګرځولى اؤ وايي افتاب احمدخان شيرپاؤ دوړاندې څخه ترهه ګرو په نظر کې نيولى دى .
حامد نواز خان ډيوه راډيو ته وويل داختر په ورځ په جومات کې دځانمرګي بريد رامينځته کيدل يو دغندنې وړ کار دى.
اؤ مونږ دترهه ګرۍ په دې عمل زيات خواشيني شوي يو.
ښاغلي حامد نواز زياته کړه دولت دترهه ګريزو فعاليتونو مخنيوي دپاره کوټلي ګامونه اخستي خو ولې دځانمرګي بريدونو په مخې نيولو کې به يو څه وخت مصرفيږي.
ديادونې وړ ده چې دروان کال داپريل په ٢٨ مه نيټه هم په افتاب احمدخان شيرپاؤ هغه وخت په چارسده کې يو ځانمرګي بريد شوى ؤ کله چې هغه يوې ولسي جلسې ته وينا کوله.
په دغه وخت ښاغلي شيرپاؤ دکورنيو چارو دوزير دنده هم لرله په ٢٨م اپريل ترسره شوي بريد څخه هم افتاب شيرپاؤ روغ رمټ وتلى ؤ خو ولې په هغه وخت ددۀ دګوند٣٠ کارمندان مړۀ اؤ ٥٠ ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG