لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې دپخواني حکمران ګوند مسلم ليګ(ق) په جلسه بمي بريد


دسوات په بنگلور سيمه کې دپخواني حکمران گوند مسلم ليګ(ق) په يوه انتخابي جلسه کې دبم دچاؤدنې له امله ديو کانديد په ګډون لږ تر لږه 7 کسان وژل شوي او 7 نور ټپيان دي.
دغه جلسه په بنگلور کڅ په سيمه کې نن غرمه کيده چې ورته دصوبايي اسمبلۍ لپاره دمسلم ليگ (ق) کانديدپخواني صوبايي وزير اسفنديار عامر زيب او نورو سيمه ايزو مشرانو ويناوې کولې.
په جلسه کې دولس نيمې بجې خواؤ شا دريموټ کنټرول بم درنه چاؤدنه وشوه چې له امله يې دپخواني صوبايي وزير اسفنديار عامر زيب ، ناظم بخمن خان اؤ ناظم جمشيد خان په ګډون 7 کسان مړۀ اؤ 7 ټپيان شول.
ټپيان دتداوۍ لپاره په سمدستي ډول نزدې روغتون ته ورسول شول.
دپيښې څخه وروسته امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته او دورانکارو لټون يې پيل کړو.
په سوات مينګوره کې دانتظاميې لخوا دنامعلومه مودې لپاره ګرځ بنديز يا کرفيو لګول شوې ده چې له دې امله ددغه سيمې خلک دسختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
ديادونې وړ ده چې پرون دزيارت په ورځ په پينډۍ کې دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دوژل کيدو څخه وروسته په ټول پاکستان کې دپخواني حکمران ګوند مسلم ليګ(ق) او دولت پر ضد ولسي جذبات په سخت ډول راپاريدلي او په يو شمير سيمو کې دمسلم ليګ(ق) انتخابي دفترونه او دولتي ودانۍ سوځول شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG