دپاکستان پيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو نزدې ملګرې او وياندې شيري رحمان
وايي هغې دبې نظير بوټو مړي ته غسل ورکړى ؤ او دميرمن بوټو په سر دگولۍ نخښه وه.
د گولۍ زخم دسر دبرخې په بل اړخ ؤ او دغه زخم په بشپړ ډول نۀ ؤ پاک کړل شوى ځکه چې وينې ترې بهيدې.
شيري رحمان دغه خبره وروستو له هغې کړې ده چې پرون دجمعې په ورځ دپاکستان دکورنيو چارو دوزارت وياند اقبال چيمه مطبوعاتو ته دډاکټري راپور له مخې وويل بې نظير بوټو په گولۍ دلګيدو له امله نۀ ده مړه شوې بلکې ددې سر په درز سره د ګاډي اوسپنې ته راخلاص شوى ؤ چې دهغې له امله يې ژوند بائيللى دى.
خو دبې نظير بوټو وياندې وويل دولت دحقيقتونو پټولو هڅه کوي ددولت لخوا دفشار له امله دروغتون انتظاميې خپل دريځ بدل کړى دى. حالانکې ډاکټرانو وړومبى ويلى ؤ چې بې نظير بوټو په مرۍ دلګيدو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى دى