لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښوردځانمرګي بريدڅخه وروسته خلک سخت ويريدلي دي


دصوبه سرحد په پايتخت پيښور کې دامام باړې دننه دشوي ځانمرګي بريد څخه وروسته نۀ يواځې په پيښور بلکې په ټول هيواد کې سخته ويره ترهه رامينځته شوې ده اؤ داولس ورځني معمولات سخت متاثره شوي.
دمحرم الحرام دپيل کيدو څخه وړاندې دولت اولس ته باور ورکړى ؤ چې په دغو ورځو کې به دامنيت دټينګښت لپاره کوټلي ګامونه اخستل کيږي.
دپوليسو سره سره به په ټولو حساسو ځائيونو دپوځ ، رينجرز اؤ ايف سي اهلکار اودرولى شي.
خو دزيارت په ماسخوتن دپيښور دقصه خوانۍ بازار سره نزدې دمحله جنګۍ په يوه امام باړه کې دځانمرګي بريد دترسره کيدو څخه وروسته دامنيت دټينګښت په اړه ددولت لخوا اولس ته ورکړل شوي باورونه تس نس شوي دي.
ددغه ځانمرګي بريد څخه وروسته دپيښور په شمول په ټول پاکستان کې اولس دخپل امن په هکله دانديښنو سره مخ شوى دى اؤ نن دجمعې په ورځ د ورځني ژوند چارې کۀ بيخي په ټپو نۀ وې ولاړې نود ٥٠% څخه زياتې متاثره شوې وې.
زياتره خلک کاروبارونو لپاره دکورونو څخه بهر ونۀ وتل اؤ کوم خلک چې دخپلو ضرورتونو ترسره کولو لپاره په بازارونو کې ګرځيدل هغوي دپوليسو شکمنو نظرونو وارخطا کړي وؤ.
په ټول پيښور کې پوليس اؤ مليشې ځايې په ځايې دشګو دبوجيو څخه مورچې جوړې کړي دي اؤ په ګاډوکې وسله په لاس ګزمې کوي.
دپيښور دځانمرګي بريد څخه وروسته په لاهور، کراچۍ، اسلام اباد ، فيصل اباد، کوئټه، رحيم يار خان اؤ نورو ټولو لويو ښارونو کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
اؤ پوليس ، رينجرز اؤ ايف سي دشکمنو خلکو کلکه څارنه کوي.
په پيښور کې پوليسو زيات پام افغان مهاجرينو ته ګرځولى دى اؤ دتيرو دريوؤ ورځو په دوران کې په سلګونو افغانان په ښار کې دګرځيدو له امله پوليسو نيولي اؤ محبسونو ته يې ليږلي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG