لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې  امنيتي ځواکونو ١٠ ځاېي طالبان وژلي دي


دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ په تازه نښتو کې ١٠ طالبان وژل شوي اؤ٨ نورټپيان شوي دي.
سرچينې وايي نن دجمعې په ورځ په سپلا توئي سيمه کې چورلکود شکمنو طالبانو ٢ ګاډي په نخښه کړل چې له امله يې په دغه ګاډو کې ناست ٨ ځايې طالبان ووژل شول.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان په چټ ملايي سيمه کې دځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ په يوه نښته کې ٢ تندرويه طالبان وژل شوي اؤ ٨ ټپيان دي.
دجنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي سناتور صالح شاه ژورنالستانو سره په خبرو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دمحسود قبيلې په سيمو دګوله بارۍ سخته غندنه کړې ده.
سناتور صالح شاه زیاته کړه امنيتي ځواکونه دقبائيلو په امن ناکو سيمو دګوليو ورولو سره غواړي محسود قبائيل جنګ ته راوپاروي.
اخوا نن دجمعې په ورځ دصوبه سرحد په جنوبي ضلع ټانک کې پوليسو اؤ امنيتي ځواکونو په پراخه پيمانه دکورونو تالاشۍ پيل کړي دي اؤ ٤ شکمن کسان يې نيولي دي.
پوليسو دايف سي يا مليشي دکارمندانو په مرسته دټانک ښار سره نزدې ګلشن اباد، عمر اډه اؤ يو شمير نورو کليو کې ګڼ کورونه لټولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG