لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو ٩٠پاکستاني طالبان وژلي دي


په جنوبي وزيرستان کې دافغانستان دپولې سره نزدې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ په سختو نښتو کې ٩٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه نښتې نن دجمعې په ورځ دجنوبي وزيرستان په مختلفو سيمو کې وشوې.
دپاکستاني پوځونو وياند ميجر جنرل اطهر عباس ددغه نښتو پخلى کړى دى اؤ وايي په نښتو کې ٩٠ تندرويه طالبان وژل شوي دي خو آزادو سر چینو د دې پخلې نه دې کړې.
دجنډولې څخه وانا ته په روان يو پوځي کاروان لاره کې ځايې طالبانو بريد وکړو چې ددې څخه وروسته دامنيتي ځواکونو لخوا هم ځوابي عمليات پيل کړل شول.
په دغه نښتو کې ٦٠ ځايې طالبان ووژل شول.
همدغه راز په جنډوله سيمه کې دلدها په پوځي قلعه نن وسله والو طالبانو د راکټو اؤ نورو وړو وسلو يو سخت بريد وکړو اؤ دغسې دغلته هم ددواړو خواؤ ترمينځ نښته وشوه.
په دغه نښته کې ٣٠ؤ پورې تندرويه طالبان وژل شوي دپاک پوځ دوياند ترمخه دلدها په قلعه دبريد څخه وروسته په نښته کې ٢ پوځيان هم ژوبل شوي دي.
پوځي وياند زياته کړې ده په چک ملايي کې دامنيتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمينځ نښته کې ٤ پوځيان ټپيان شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG