لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : د حکومتي عسکرو اؤ جنگیالو تر مینځه خونړې نښتې


د افغانستان پلې ته نزدې جنوبې وزیرستان قبایلي سیمه کې د حکومتي عسکرو اؤ ځاېي جنگیالو تر مینځه درنو نښتو کې د ٧ عسکرو په گډون ٣٧ جنگیالي وژل شویدي.
دجنوبي وزيرستان لدها سيمه کې ځايې طالبانو دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد وکړو چې له
امله يې لږ ترلږه ٥ عسکر مړۀ اؤ٧ ټپيان شول.
له دې وروسته امنيتي ځواکونو هم ځوابي عمليات پيل کړل چې پکې په ګڼ شمير کې طالب پلوه جنګيالي ووژل شول.
دغه بريد دګل اؤ نهې په مينځنۍ شپه خواؤ شا ١ بجه وشو.
دايي ايس په آر لخوا دجاري شوي بيان له مخې طالب پلوه جنګياليو دامنيتي ځواکونو په پوسته اؤقلعه بريد وکړو چې له امله يې ٥ ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړو اؤ ٧ نور سخت ټپيان شول.
له دې وروسته امنيتي ځواکونو هم ځوابي عمليات پيل کړل.
دايي ايس پي ار له مخې ځوابي عملياتو کې ځايې طالبانو ته هم زيات ځاني زيان اوښتى خو دقيقه شميره يې نۀ ده معلومه.
بلخوا سرچينې وايي چې درزمک سيمې څخه هم دځايې طالبانو په پټن ځايونه ګولې داغل شوي دي.
ټانک کې طالب پلوه جنګياليو دامنيتي ځواکونو په کيمپ بريد کړى دى امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات وکړل خو دځاني زيان په اړه معلومات نۀ دى ترلاسه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG