لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان کې سخته جگړه روانه ده


پاکستاني ځواکونو د افغانستان پولې ته نزدې قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د ځاېي جنگیالو مشر او د طالبانو امیر بيت الله محسود پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
د اطلاعاتو تر مخه حکومتي ځواکونو د جنډوله او چگملاني سیمو کې د محسودو علاقو سپینکی راغزانی کې پوځي اپریشن پیل کړې دی.
د سیمې نه تر لاسه شوي رپوټونو وایي چې جنگیالي او حکومتي ځواکونه د یو بل پر ضد سخت بریدنه کوي.
دپاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس د پوځي عملیاتو پخلی کړی دی.
ښاغلي عباس زیاته کړه چې په جنوبي وزيرستان کې دجنګياليو لخوا دپرله پسې بريدونو له امله دغلته دامنيتي ځواکونو په شميره کې اضافه کولى شي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتو څانګه وايي دجنوبي وزيرستان رزمک کيمپ سره نزدې ځايې طالبانويو بريد وکړو چې له امله يې یو عسکر خپل ژوند دلاسه ورکړو اؤ دوه نور ژوبل شول.
له دغې وروسته امنيتي ځواکونو هم دځوابي عمليات پيل کولو په ترڅ کې د بريد کوونکو په پټ ځايونو دمارټر ګولې وداغلې.
خو ولې دمرګ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
لدها سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالب پلوه جنګياليو ترمينځ دډزو لړۍ روانه ده. بلخوا دپاکستان طالبانو مشر بيت الله محسود دولت ته ګواښ کړى دى چې هغه به په محسود قبائيلو دکيدونکيو بمباريو بدله ارو مرو اخلي.
دجمعيت علماء اسلام (ف) نوميالي مشر او قبائيلي سناتور صالح شاه ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل چې تيره ورځ بيت الله محسود هغه سره ټيلي فوني تماس ونيولو او ورته يې په ډاګه کړه چې کۀ دولت په محسود قبائيلو بمباري بنده نۀ کړي نو دهغه ملګري به دولت ته داسې ځواب ورکړي چې دولتي مشران به پرې ستومانه وي..

XS
SM
MD
LG