لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دره ادم خيل کې  درانه پوځي عملیات پیل شوي دي


دصوبه سرحد پیښورښار سره نزدې قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ سختې نښتې پيل شوي دي.
په دغه نښتو کې اتو عسکرواو ٣٤ ؤ تندلارو د وژل کيدو ادعاوې شوې دي.
پرون د پوځي وسلو د تښتولو وروسته، دغه عملیات پیل شوې دي.
منابعې وايي سيمه ايزو تندلارو دغرونو په څوکو مورچې جوړې کړې دي اؤ دواړه خواوې ديو بل پر ضد درنې وسلې کاروي.
امنيتي ځواکونو په عملياتو کې اتو عسکرو او ٣٤ؤ تندلارو دوژلو اؤ په ٢ ؤ سنګرونو دقبضې کولو ادعا کړې ده.
خو د جنگیالو لخوا ادعا شوې ده چې دوی ٢٠حکومتي عسکر وژلي دي او خپل څه ځاني زیان یې نه دی شوی.
په سيمه کې چورلکې پروازونه کوي اؤ په لويې شمير ښځو او ماشومانو دسيمې څخه دکوهاټ اؤ پيښور خوندي سيمو ته وتل پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG