لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : امن ناکه احتجاج دپاکستاني اولس حق دى


دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند دپاکستان دجمهوررئيس په هاغه خبرداري تنقيد کړى دى چې ويلي يې وؤ دټولټاکنو څخه وروسته به دټګۍ يا نورو تورونو په اساس چا ته داحتجاج کولو اجازه نۀ ورکول کيږي.
دامريکا يو خبري اژانس نن دجمعې په ورځ خبر ورکړو چې دامريکا دبهرنیو چارو وزارت وياند سين ميک کارمک ويلي دي امن ناکه احتجاج دپاکستاني اولس حق دى.
اؤ هغوي دا حق هم لري چې خپل دريځ ددې خبرې دپرواه نۀ کولو پرته په سوله ايزه توګه په ډاګه کړي چې دهغوي دريځ ددولت په حق کې دى کۀ نه.
وياند دپاکستان په سياسي عمل کې په ونډه لرونکو ټولو مهمو کردارونو ټينګار وکړو چې هغوي بايد پخپل ټول توان سره دداسې رول لوبولوهڅه وکړي ترڅو دپاکستاني اولس باور په کيدونکيو ټولټاکنو قائم پاتې شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG