دکابينې دغړو څخه لوړه نن دشورو په ورځ دصوبه سرحد ګورنر اويس احمدغني په ګورنر
هاؤس کې ديوې دستورې په ترڅ کې واخسته.
په کابينه کې دعوامي نيشنل ګوند ١٢ اؤ دپيپلز ګوند٩ وزيران شامل کړل شوي دي.
دعوامي نيشنل ګوند بشيراحمدبلور مشر وزير اخستل شوى اؤ ورسره به دبلدياتوچوکۍ هم وي. همدغه راز داى اين پي په نورو وزيرانو کې ميا افتخار حسين د تعليم،واجد علي دځنګلونو، ايوب اشاړى دسائنس اؤ تيکنالوجۍ، زرشيد خان دعشروزکات، سردار حسين بابک داطلاعاتو، نمروز خان دمذهبي چارو، ميا نثار ګل دبندي خانو، ارباب ايوب جان دکرکيلې، سيد عاقل شاه دکلتور، ارشدعبدالله دقانون اؤ پارليماني چارو اؤ ميرمن ستاره عمران دښځو دچارو وزيره جوړه کړل شوې ده.
دپيپلز ګوند صوبايي مشر رحيم داد خان ته هم دصوبې دمشر وزيرچوکۍ ورکړل شوې ده اؤ دپي پي پي په نورو وزيرانو کې محمود زيب دمالياتو،سيد ظاهر علي شاه دروغتيا، لياقت شباب دټيکسونو ،همايون خان دټولنيزې ښيګړې، سليم خان اؤ شيراعظم دخزانې اؤ شجاع خان اؤ احمدحسين دصنعتونو وزيران اخستل شوي دي.
داسې انګيرنه کيده چې په مرکزکې داى اين پي سره په دولتي ائتلاف کې دشامل مسلم ليګ(ن) غړي به هم په صوبايي کابينه کې واخستل شي خو ولې دصوبايي کابينې دجوړښت په لمړي پړاؤ کې مسلم ليګ(ن) ته برخه نۀ ده ورکړل شوې.
1