لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قایم علي شاه د سندهـ وزیر اعلی او بهوټاني د بلوچستان د سپیکر لپاره لورې کړې دي


د پیپلز گوند قائم علي شاه دسندهـ ايالت د نوي وزیر اعلی په توگه څوگند پورته کړو.
ښاغلې قائم علي شاه پرته د مقابلې د گل په ورځ د سندهـ وزیر اعلی منتخب شوې وؤ.
د څوگند په دستوره کې د ایم کیو ایم او د مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ کوم غړي گډون نه دې کړې.
ایم کیو ایم چې پیپلز گوند سره مرسته کوي د سندهـ پخواني وزیراعلی ارباب غلام رحیم سره د بدسلوکۍ پر سر د اسمبلۍ بائیکاټ اعلان کړې دې.
ایم کیو ایم او مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ غوښتنه کړیده چې ددغه ناوړه پیښې دې په سمه توگه پلټنی وشی اؤ ککړو کسانو ته دې ددې سزا ورکړی شي.
اخوا داسې برېخي چې د صوبې د وزیراعلی لپاره د پیپلز گوند نواب ریساني بغیر د مقابلې نه منتخب شي.
په صوبه بلوچستان کې دپاکستان مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ اسلم بهوټاني د بلوچستان اسمبلۍ دسپيکر اؤ د جمعیت علماء اسلام مطیع الله اغا د مرستيال سپيکر دمنصب څوګندواخستو.
د بلوچستان اسمبلۍ غونډه نن د نهې په ورځ پخواني سپیکر جمال شاه کاکړ په مشرۍ وشوه. دغونډې په مهال جمال شاه کاکړ اعلان وکړو چې د ښاغلي بهوټاني په مقابله کې داسمبلۍ دسپيکر دمنصب لپاره کوم بل غړي دټاکنې کاغذونه نۀ دي جمع کړي ، ځکه نو ښاغلي بهوتاني پرته له مقابلې داسمبلۍ سپيکر دى.
د جمعیت علماء اسلام مطیع الله اغا هم پرته له مقابلې مرستيال سپيکر ټاکل شوى دى.
وروسته جمال شاه کاکړ نوي ټاکل شوي سپیکر اسلم بهوتاني ته څوګند ورکړو.
دغونډې په مهال نوي سپیکر ژمنه اوکړه چې هغه به دايوان کارروايي په بې پلوه توګه پرمخ بوځي.
د خپل څوگند اخستو وروسته، مطیع الله آغا ډیوه ریډیو ته وویل بلوچستان کې امنیت تامینول ددوی د ایجنډی مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG