لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپيمرا په قانون کې دبدلونونو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شو


دپاکستان نوي حکومت ددريم نومبر څخه وروسته دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا په ميډيا دلګول شوؤ قدغنونو ختمولو لپاره دپيمرا په قانون کې دبدلونونو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړى دى
دقامي اسمبلۍ غونډه نن د جمعې په ورځ دمرستيال سپيکر فيصل کريم کنډي په مشرۍ وشوه. په دغه مهال داطلاعاتو اؤ نشراتو وزيرې شيري رحمان دپيمرا په قانون کې دبدلونونو بل ايوان کې وړاندې کړو.
له دې څخه وړاندې دقانون وزير فاروق ايچ نائيک ايوان ته وويل دنيب يا حساب ورکونې دقانون په بشپړ يا جزوي توګه ختمولو لپاره په ائيني اؤ قانون اړخونو غورکولى شي..
هغۀ وويل دملي حساب ورکونې ادارې ته ائيني تحفظ حاصل دى اؤ هغه دجمهوررئيس له خوښې پرته نۀ شي ختميدى ځکه نو ددې خبرې جاج اخستل کيږي چې دا قانون په بشپړ ډول ختم کړل شي کۀ بدلون پکې وکړل شي؟
ټاکل شوې وه اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې به دملګرو ملتونو څخه دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو دوژل کيدو دپلټنو کولو دپاره قرارداد هم وړاندې کولى شي خو ولې دځينو وجوهاتو له امله دغسې ونۀ کړى شول.
وروسته داسمبلۍغونډه دګل دورځې پورې وځنډول شوه

XS
SM
MD
LG