لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايم کيو ايم حکومت څخه دمرستې لاس بيرته واخستو


دکراچۍ لساني تنظيم ايم کيو ايم دواکمن ګوند پيپلز پارټۍ سره دخبرو ختمولو اؤ په مخالفو چوکو دکښيناستلو اعلان کړى دى.
دمتحده قومي موومنټ درابطه کميټۍ مرستيال مشر ډاکټر فاروق ستار نن داتوار په ورځ په کراچۍ کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل تراوسه چې دهغوي پيپلز ګوند سره کومې خبرې شوې وې دهغې ارزښت دګفتن ،نشستن اؤ برخاستن څخه پرته هيڅ نۀ ؤ.
ځکه چې دپيپلز ګوند دمشرانو رويه غير سنجيده وه.
ښاغلي ستار وويل اوس يې ګوند پريکړه کړې ده چې په مرکز اؤ سندهـ ايالت کې به دهغوي ګوند ددولت په مخالفو چوکو کښيني.
هغۀ زياته کړه کله چې دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري کراچۍ کې دمتحده قومي موومنټ مرکز ته ورغلى نو ايم کيو ايم خپلې ټولې زړې ګيلې مانې هيرې کړې اؤ حکومت سره يې دمرستې هوډ وکړو.
خو دپيپلز ګوند مشرانو هغوي ته هيڅ درناوى ورنۀ کړو.
په تيرو ورځو کې دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري اؤ دايم کيو ايم مشر الطاف حسين يو بل ته د ورونو نسبت کړى ؤ اؤ هوډ يې کړى ؤ چې نور به پخپلو کې زړۀ بداوى نۀ لري. خودپيپلز ګوند سره په واک کې شريک نور سياسي ګوندونه مسلم ليګ(ن) اؤ عوامي نيشنل پارټي دايم کيو ايم اؤ پيپلز ګوند په نزديکت خوښ نۀ وؤ.
خو کله چې تيره ورځ په کراچۍ کې دوکيلانو دفترونه اؤ ځينې وکيلان ژوندي وسوځول شول دهغې نه پس حکومت په کراچۍ کې دامن دټينګښت لپاره ځينې داسې ګامونه واخستل چې په هغې ايم کيو ايم خوښ نۀ دى.
په دغه ګامونو کې يو په سندهـ ايالت کې دايم کيو ايم مخالف دپوليس دسرلښکر مقرري هم ده چې په هغې ايم کيو ايم دخفګان څرګندونه کړې وه اؤ بالاخر يې دولت سره دمرستې کړى لوظ مات کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG