په چېن کې د اگست په میاشت کې د کیدنکو اولمپکس لوبو وړاندې د اولمپکس مشال دنړۍ
یوشمېر هیوادونو کې د زغلولو وروسته، سبا پاکستان ته رسیږي.
د پاکستان حکومت د امنیت له امله د اولمپکس د مشال د زغل لاره اوس بدله کړی او مشال به په اسلام کې دښکاره لارې په ځایې د لوبو په یوه تړلې ودانۍ یا جناح سپورټس کمپلکس کې زغلول کېږي.
د مشال د زغلولو په وخت، د نړۍ په یو شمېر ښارنو کې په چېن کې د تبت په سر او د بشري حقونو د بدې وضعې له امله د چین پرضد احتجاجونه شوې دي.
په پاکستان کې د تبت جلاوطن خللک نشته خو دسینکیانگ ایالت په سلگونو چینایي مسلمانان میشت دي دغه خلک ځان ته یوغر وایي او اکثره په چین کې دننه د مسلمانانو لپاره خپلواکه ایالت غواړي.
د دوی دسیاسي غورځنگ نامه ختیځ ترکستان غورځنگ دی. دغه غورځنگ په بیجنگ تورلگوي چې مسلمانان مذهبي ازادۍ ته نه پریږدي.