لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زرگونو وکيلانو احتجاجي سترلاريون داسلام ابادلمنې ته ننوتلى دى


دپاکستان جمهوررئيس په ضداؤدلرې کړل شوؤقاضيانوپه ځايې کولودپاره دوکيلانو،دمدني ټولنې دغړواؤسياسي کارمندانولخواپيل کړل شوى لويې لاريون دپلازمينې اسلام ابادلمنې ننوتلى دى اؤلږه شيبه کې به په زرګونوکسان په اسلام ابادکې احتجاج پيل کړي.
احتجاج کونکي د پرویز مشرف پرضد نعرې وهي او په لاسونو کې نیول شوي شعارونه د جمهوررئیس د استفا او د لر کړې شوؤ قاضیانو بیا پرځایې کیدو غوښتنه کوي.
ددغه سترلاريون مشري دوکيلانودسازمان مشراعتزازاحسن په غاړه لري اؤپکې دپاکستان دڅلورواروصوبوڅخه وکيلانواؤسياسي فعالينوګډون کړى دى.
دوکيلانو سره به دمدني ټولنې څخه پرته دمسلم ليګ (ن)، تحريک انصاف اؤ جماعت اسلامي په ګډون دنورو سياسي ګوندونو قافلې هم ملګرې دي.
دلاريون برخه والوته داسلام ابادسره پيوست دپينډۍ دسواپل په سيمه کې تودهرکلى وويل شو.
اؤ د دغه ځايې څخه برخه والودخپل منزل پلازمينې اسلام ابادمخه ونيوله، اسلام ابادته دلاريون برخه وال په داسې حال کې ننوتلي دي چې دستورسړک ته غځيدلې ټولې لارې دلويولويوکنټينرونوپه ايښودلوسره په بشپړډول تړل شوي اؤ ځايې په ځايې دپوليسوپهرې ودرول شوي دي.
د ښار ټولو مهمو ځایونو کې پولیس گزمې کوي. انتظاميې دلويې لاريون برخه والوته يواځې دجناح ايونيوپورې دتګ اجازه ورکړې ده خو وکيلانو دوړاندې څخه ويلي دي چې هغوئ به اسلام ابادته له رسيدو وروسته پياده داسلام ابادپه مهموسړکونواحتجاج کوي.
وایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته په یوه ځانگړې مرکه کې د لر کړې شوې مشر قاضي افتخار چوهدري وکیل اطهر من الله ویلي چې احتجاج به یې ترهغې جاري وي ترڅو لر کړې شوي قاضیان پرځایې شوي نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG