لاس رسیدونکی لینک

 
د قاضیانو پرځایې کولو اؤ جمهوررئیس مشرف په خلاف د وکیلانو لوئې لاریون پیل شو
تازه خبر

د قاضیانو پرځایې کولو اؤ جمهوررئیس مشرف په خلاف د وکیلانو لوئې لاریون پیل شو


دپاکستان دجمهوررئيس پرويزمشرف لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانودپځايې کولو دپاره په کيدونکي اوږدلاريون کې دګډون په موخه دکراچۍ اؤکويټې څخه دوکيلانواؤمدني ټولنې کارروانونه دسکهر په لوري روان شوي دي.
نن دګل په ورځ دبلوچستان دوکيلانودسازمان دمشربازمحمدکاکړاودپاکستان بارکونسل دغړي علي احمدکردپه مشرۍ په اوږد لاريون کې دګډون کولو دپاره دوکيلانوکاروان دکويټې څخه سبي ته روان شوچې ددغه ځايې څخه به سکهر ته روانيږي .
په کويټه ښاراؤبولان کې دامنيت دګډې وډې وضعې لۀ امله دوکيلانودحفاظت دپاره کلک امنيتي تدابيرنيول شوي وؤ.
همدغه راز په کراچۍ کې نن سحر دګوټ ګوټ وکيلان دسندهـ ايالتي محکمې، دکراچۍ دښارمحکمې اؤ مليربارته راټول شول اؤ دسندهـ دايالتي محکمې لرې کړل شوي مشرقاضي صبيح الدين اؤنوروقاضيانوپه اوږدلاريون کې دګډون کولو دپاره دهغوئ کاروانونوته په مخه ښه وويل.
ټاکل شوې ده دټول پاکستان وکيلان ، دمدني ټولنې اؤدسياسي ګوندونو غړي به دلرې کړل شوؤ قاضيانودپځايې کولو دپاره دپاکستان دبيلابيلوبرخوڅخه داوږدلاريون په شکل کې ځانونه پلازمينې اسلام ابادته رسوي اؤ هلته به په١٢م جون دپارلمان مخې ته درنی احتجاجي مظاهرې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG