لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف زرداري : د٣م نومبر ګامونه نۀ منو


دپاکستان پيپلز ګوند ګډ مشر ويلي دي هغۀ د٣م نومبر ګامونه نۀ مني اؤ پرويز مشرف يو غير ائيني جمهوررئيس دى.

دلاهور ګورنر هاؤس کې ژورنالستانو سره دخبرو په مهال اصف علي زرداري وويل دراتلونکي جمهوررئيس دنوم په اړه به پريکړه دټولو ائتلافي ګوندونو سره دصلاح مشورې څخه وروسته کولى شي.

هغۀ وويل بې نظير بوټو دخپل ځان قربانۍ د مشر قاضي افتخار چوهدري لپاره نۀ بلکې هيواد کې دجمهوريت راوستو لپاره ورکړې ده.

دپيپلز ګوند مشر وويل دعدليې ازادي د يو شخص نۀ بلکې دټول نظام خبره ده اؤ هغۀ پوهيږي چې دا دادارو داستحکام اؤ مضبوطوالي لپاره څومره ضروري ده.

اصف زرداري وويل دجمهوررئيس مواخذې لپاره پارليمان کې مطلوبه اکثريت نۀ شته ولې چې اى اين پي اؤ ايم کيوايم په دې اړه تحفظات لري.

د هغۀ وينا وه دمسلم ليګ(ن) اؤ اى اين پي سره په ګڼو معاملو اختلافات موجودي خو دهغوي ملګرتيا به پځايې وي اؤ ائتلافي حکومت به خپله ٥ کلنه موده پوره کوي.

اصف زرداري زياته کړه پيپلز ګوند کله هم پرويز مشرف دجمهوررئيس په توګه نۀ دى منلى.

زرداري وويل پرويز مشرف هغۀ ٨ کاله په زندان کې وساتلو اؤ دهغۀ پلار يې هم نيولى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG