لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې د ناټوپه مرکز بريدکې ٤افغانان وژل شوي دي


دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په خوست ولايت کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي د پاکستان له خاوري د دوي په يو پوځي مرکز يو شمير توغندي داغل شوي چې خپل هدف ته نه دي رسيدلي اوداستوګنې په نزدې سيمو کې لگيدلي دي.
ايساف وايي په دغه بريد کې 4 ولسي افغانان وژل شوي او لږ تر لږه 7 نور ژوبل دي .
د خوست والی ارسلاجمال هم د ايساف دا ادعا منلې ده او ډیوه ریډیو ته يې ويلي دي تيره شپه د پاکستان له خاوري په افغانستان شپږ توغندي توغول شوي.
د جمال پر وينا دغه بريدهغوئ دې ته مجبوره کړي چې په ورته اقدام لاس پوری کړي .
والي وايي له دې توغنديويواځې يو د ناټو په مرکز کې په يوه کوټه لگيدلی او يو افغان يې ژوبل کړی دی.
اخوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس ډیوه ریډیو سره په یوه مرکه کې د ناټو اؤ افغان حکومتي چارواکو ادعا دوي ردکړیدی او وایي د پاکستان پوځ د پلی بل اړخ ته کومه حمله نه ده کړی او نه پاکستان ته دداسې کومی حملی ضرورت پیښ شوی.
نوموړي زیاته کړیده امکان کیدای شي خوست کې دغه حمله کومو جنگیالو لخوا شوي وي خو وایي په دې حقله معلومات نه لري.
بل لوري ته.په کابل کې د ناټو عمومي قوماندانۍ په دې اړه خپله يوه بيانيه کې وئيلي دي چې د ددغه بريد په ځواب کې دوي هم د پاکستان د خاورې يوشمير برخي چې پرې د همدې بريد د ځای شک کيدو په توغندی ويشتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG