لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دناټوهيلي کاپټرغورځول شوى دى


په افغانستان کې نامعلومه وسله والودائتلافي ځواکونو يوهيلي کاپټرويشتلى اورانسکورکړى يې دى
ائتلافي ځواکونوددغه پيښي دپخلي کولوپه ترڅ کې وئيلي دي هيلي کاپټرنن دشوروپه ورځ دجنوبي افغانستان دلوګرولايت په خرواراولسوالۍ کې راغورځول شوى دى
ناټو وايي په دغه پيښه کې کوم ځاني زيان نۀ دى شوى اؤ په هيلي کاپټرکې ناست کسان ژوندي پاتې شوي دي دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې نن دافغانستان دقندهارولايت په سپين بولدک اولسوالۍ کې دپاکستان دپولې سره نزدې دائتلافي ځواکونوپه يوکاروان ځان مرګي بريدکې ٦کسان ژوبل شوي وؤ
په افغانستان کې په دې وروستيوکې په افغاني اؤ ائتلافي ځواکونوبريدونه سيواشوي دي اؤافغان چارواکي تورلګوي چې ورانکاري دبريدونودپاره دپاکستان دخاورې څخه افغانستان ته رااوړي

XS
SM
MD
LG