لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جي ایټ : شین کوري گازونه به د ٢٠٥٠ پورې نیم په نیمه کموو


د نړۍ اته لویې صنعتي هیوادونو په گرده نړۍ کې د شین کوري گازونو اخراج تر کال ٢٠٥٠م پوری د نیمی ترحده د کمولو هدف ټاکلی دی.
د جاپان صدراعظم یاسوؤ فوکاډه چې ددغه اتو لویو صنعتي هیوادونو د غونډې کوربه توب کوي نن ددغې خبری اعلان اوکړو.
دا غونډه د جاپان په شمالی ښار ټاپو هوکیډو کې روانه ده.
ښاغلي فوکاډه وویل چې ددې لوظنامې ترمخه به هر یو غړی هیواد د هدف اړخ ته خپل شین کوري گازو اخراج لپاره تگلاره ټاکي.
د امریکا جمهور ریس بوش لپاره د ماحولیاتو یا چاپیریال جیم کنگاټن وایي چې دجمهوررئیس بوش د هغې غوښتنې تائید دی چې وايي په اقتصادي پرمختیا کې دوامداره هیوادونو لکه چین او هند دی هم د گازو په اخراج کې د کمي په هلوځلو کې برخه واخلي.
د نړۍ اته لویې صنعتي هیوادونو په غونډه کې یو بل اعلان د اوو چې زر تر زره دې په خوراکي توکو شتمن هیوادونه غریب هیوادونو ته خوارکی څیزونه لېږل پېل کړي.

XS
SM
MD
LG