لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکیه کې امریکایي قونصلېټ خوا ته برید کې٦  تنه مړه


د ترکیې چارواکو ویلي په استنبول ښار کې د امریکې قونصلیټ سره خوا کې د وسله والو کسانو او پولیسو ترمینځه جگړه کې لږ تر لږه درې پولیس او درې برید کونکي وژل شوي دي.
د استنبول گورنر معمر گلر په پولیس چیک پوسته دنني برید ورسته ددغه مرگ وژنو پخلې کړی.
د ټیلی ویژنی رپوټونو ترمخه پولیسو هغه وخت ځوابي ډزې شروع کړې کله چې په یو موټر کې وسله والو کسانو په دوي برید اوکړو.
په ډزو کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
د امریکې د سفارتخانې یو ویاند وویل په برید کې د قونصلیټ د عملی د مرگ ژوبلې رپوټونه نه دي راغلي.
دبرید وروسته پولیسو دغه سیمه په خپله ولقه کې اخستې ده.
XS
SM
MD
LG