لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قريشي :قبائيلي سيمو کې عملياتو لپاره  ائتلافي ځواکونو ته اړتيا نشته


دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي دپاکستان قبائيلي سيمو کې عملياتو لپاره ائتلافي ځواکونو ته اړتيا نشته اؤ نۀ به هغوي ته دپاکستان اولس هرکلى ووايي .
لندن کې يو تيليويزيون سره دخبرو په مهال شاه محمود قريشي وويل دپاکستان قبائيلي سيمو کې دامريکايي اؤ برطانوي پوځ به نۀ يواځې حکومت بلکې دپاکستان اولس به يې هم هرکلى ونۀ وايي.
دهغۀ وينا وه پاکستاني پوځ دترهه ګرو دمقابلې کوټلى توان لري اؤ دائتلافي پوځ راتګ سره به وضعه ښۀ نۀ شي اؤ دهغوي خپل امنيت ته به ستونزه پيښه شي.
دبهرنيو چارو وزير وويل افغانستان ته دترهه ګرو په ضد عملياتو لپاره تجويزونه ورکړل شوي دي خو له بلې خوا مثبت ځواب نۀ دى ترلاسه شوى.
دشاه محمود قريشي وينا وه ائتلافي پوځ پر افغان سرحد ښۀ انداز کې خپل مسؤليتونه ترسره کولى شي.
دافغان جمهوررئيس حامد کرزي پر بيان دتبصرې کولو په مهال هغۀ وويل بايد حامد کرزى دتورونو لګولو څخه وړاندې دپاکستان احسانونه په ياد کړي.
هغۀ وويل ددوه اړخيزو اړيکو لپاره دغه رقم بيانونه لاس امداد کې خنډ جوړيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG