لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جارجیا جگړه کې نزدې١٥٠٠  کسان وژل شوي دي


د جارجیا جمهوررئیس د خپلې بیلېدونکي سویلي اوسیتیا سیمه کې د جگړه ودرولو غږ کړی دی.
د جارجیا جمهوررئیس میخایل ساکشویلی د جگړه ودرولو غږ څو شیبې وړاندې د پارلمان نه د مارشل لا لگولو منظوري اخستلو وروسته کړی دی.
چارواکو ویلي دي د روسیه جنگی الوتکو په ابخازیا کې هدفونه په نښه کړي دي.
د سویلي اوسیتیا په شان ابخازیا هم ١٩٩٠ لسیزي په لومړیو کې د جارجیا نه د خپل واکۍ اعلان کړې وو.
جارجیا غواړي چې دغه دواړې سیمې بیرته خپل مرکزي کنټرول لاندې کړي.
روسیی ویلي دي تر اوسه نښتو کې ١٥٠٠ نه زیات خلک وژل شوي دي او ددیرشو زرو نه زیاتو خلکو سیمې نه کډې کړي دي.
امریکې د جارجیا سویلي اوسیشیا سیمه کې د روانی جگړې په سم لاسي د اودرولو او سیمې نه د روسیې ځواکونو د ویستلو غږ کړی.
د امریکی د بهرنیو چارو وزیری کنډولیزه رائس د جگړې ودرولو خواست کړی دی او ویلي یې دي روان کړکچ ختمولو لپاره به خپل یو جگپوړی چارواکی سیمې ته لیږي.
ننۍ جگړه زیاتره د سویلي اوسیتیا پایه تخت شېنوایي نه گېرچاپېره کېږي.
د روسې او جارجیا ځواکونه ادعوې کوي چې په ښار یې قبضه ده.
عیني شاهدان وایي ښار کې ویجاړي ښکاري او په لارو کوڅو کې مړي پراته دي.

XS
SM
MD
LG