لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قامي اسمبلي د پرویزمشرف په مواخذه غونډه کوي


د پاکستان قامي اسمبلۍ نن د جمهوررئیس پرویزمشرف د ممکنه مواخذې په لړ کې غونډه لري. داسې امکان دې چې اسمبلۍ به په په ننۍ غونډه کې د ښاغلي مشرف د مواخذې لپاره یو پریکړه لیک وړانې کوي.
د پاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزيرې شيري رحمان ويلي دي دجمهوررئيس پرويز مشرف دمواخذې لپاره دمسلم ليگ(ق) څخه دمرور شوؤ ٣٣ غړو ملاتړ حکومت ترلاسه کړى دى اؤ داسمبلۍ نور غړي به هم دخپل ضمير په غږ دحکومت ملاتړ کوي.
خبريالانو سره په خبرو کې نوموړې ويلي دي دجمهوررئيس دلرې کولو لپاره ټولې تيارۍ بشپړ کړل شوي دي.
شيري رحمان وويل دحکومت لخوا دغه گام دجمهوري ادارو د پياوړتيا لپاره اخستل کيږي.
هم نن د گل په ورځ دمسلم ليگ(ق) درې کسيز هيئت سره دليدنې په مهال جمهوررئيس پرويز مشرف وويل زرداري چې په هغه کوم تورونه لگولي دي هغه بې اساسه دي اؤ دى به د قام په وړاندې دغه ټول تورونه دروغ ثابتوي.
په دغه پلاوي کې پخواني وزیر امیرمقام خان هم وو.
نوموړي وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي ښاغلي مشرف د توورنو پرضد د فاع کولو پریکړه کړی ده.
امیرمقام خان زیاته کړه مسلم لیگ (ق) ډله به د مواخذې په وخت دښاغلي مشرف سره ودریږي. امیر مقام خان سره دغه مرکه اشفاق مومند کړې تاسو یې هم اوریدی شۍ.

XS
SM
MD
LG