لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مېرمن رائیس: روسي پوځیان دې خامخا دجارجیا نه اوځي


د جارجیا د جگړې ختمولو لپاره ډپلومیټکي هڅې روانې دي.
او د امریکې دبهرنیوچارو وزیرې میرمن کونډولیزا رائیس د جارجیا پایه تخت تبلیسي کې ویلي روسي پوځیان باید د ډزبندۍ د موافقې تر مخه زرتر زره د جارجیا نه اوځي.
د جارجیا جمهورئیس ساکشویلي په تبلیسي کې د مېرمن رائیس سره په یو گډ مطبوعاتي کانفرنس کې ویلي چې د ډزبندۍ موافقه دفرانسې لخوا د تسلۍ وروسته لاس لیک کړی وه.
په پېرس کې د فرانس جمهوررئیس نکولس سرکوزي ویلی د جگړې ختمولو لپاره اوس پکار ده مگرو ملتونو امنیت شورا گام واخلي.
مېرمن رائیس ویلي امریکا د جارجیا سره ولاړه ده. پرون د امریکا جمهوررئیس بوش هم یوځل بیا په روسیه غږ کړی وو چې جارجیا سره د شوې ډزبندۍ احترام دې وشي.
اخوا د امریکې د دفاع وزیر ربرټ گیټس ویلي چې د روسیې او جارجیا په جگړه کې د امریکا د پوځي مداخلت امکان نه ویني.

XS
SM
MD
LG