لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : نښتو کې نور ٢٣ تنه وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دوسله والو ډلو ترمينځ تازه نښتو کې د١٦ؤ جنگياليو په گډون ٢٣ تنه وژل شوي دي اؤ ٢٨ ژوبل دي

دسرچينو له مخې کرمه ايجنسۍ کې دتيرو ١١ؤ ورځو راهسې دوسله والو قبائيلو ترمينځ نښتې روانې دي اؤ دغه سيمې ته دنورو جنگياليو رسيدو له امله په نښتو کې شدت راغلى دى.

سرچينې وايي تندرويانو دځايې قبائيلو په ملگرتيا په اړولي، سيدانو کلي بريد وکړو اؤ دغه کليو ته يې اور واچولو.
په دغه نښتو کې قبائيل ديو بل په ضد درنې اؤ خودکاره وسلې کاروي.
دطوري قبيلې مشر علي اکبر طوري دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دنورې تماشې کولو پځايې دې دتندرويانو په ضد سملاسي عمليات وکړي
علي اکبر طوري زياته کړې ده دلوظنامې باوجود دمختلفو قبائيلي سيمو څخه کرمې ايجنسۍ ته دراغليو کسانو په ضد دې هم عمليات وکړل شي.
علي اکبر طوري ويلي دي نورو سيمو کې دترهه گرو په ضد دحکومت له لوري عمليات کيږي اؤ کرمه ايجنسۍ کې هغوي ته داولس دځان ومال سره دلوبو کولو څرگنده اجازه ورکړل شوې ده.
کرمه ايجنسۍ کې دنښتو له امله دپاړه چنار، پيښور سړک ديو کال څخه دتگ راتگ لپاره تړل شوى دى چې له امله يې سيمه کې دخوراکي موادو کموت رامينځته شوى دى.
بلخوا مرکزي حکومت پاړه چنار کې پر وسله والو ډلو غږ کړى دى چې پرامنه اوسي اؤ په سمدستي ډول دې وسلې وغورځوي.په کورنيو چارو کې دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک خپل يو بيان کې دپاړه چنار وسله والوشيعه اؤ سني ډلو ته خبردارى ورکړى دى چې دغه ډلې دې وسلې وغورځوي اؤ دامن لوري ته دې راوگرځي اؤ دهنگو ناظم چې کومه دامن جرگه کوي ددې په پرمختيا کې دې مرسته وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG