لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دباجوړبې کوره شوي خلک خپل سرنوشت انديښمن کړي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونولخوادتندلاروپه ضدپيل شوؤعملياتوکې که يوخواپه سوؤنوجنگيالي ،سيمه ايزخلک اؤپوځيان وژل شوي دي نوبلخواددغوعملياتوله امله په لکونوبې گناه وگړي دخپلوکورونو،ځمکو،جائيدادونواؤکاروبارونوپه پريښودلومجبورشوي اؤدصوبه سرحدبيلابيلوخوندي سيموته يې پناه وړې ده.
په بې کوره شوؤدغولکونوباجوړيانوکې په لويې شميرزنانه،ماشومان اؤضيف العمره بوډاگان هم شامل دي چې دگرمۍ په دې سخت موسم کې دکړاؤاؤمصيبت ډکې شپې په پردوښارونو،کليواؤبانډوکې په داسې حال کې سباکوي چې دژوندهيڅ رقم اسانۍ ورته وجودنه لري،
دپاکستان دحکومتي شميرې له مخې دباجوړدبيلابيلوسيموڅخه خواوشا٢٥٠٠٠٠ؤکسانودصوبه سرحدبيلابيلوسيموته کډې کړې دي خوغيردولتي موسيسې دبې کوره شوؤکورنيوشميره تفريبا ٤٠٠٠٠٠لکه ښايي چې په دې کې زياتره په پيښور،مردان،چارسده،صوابۍ اؤديرسيموکې ميشته شوي دي
په پيښورکې ددغوبې کوره شوؤوگړوداستوگنې دپاره دپيرپيايي اؤاديزوپه مفام کيمپونه جوړکړل شوي دي جې داوخت دپيرپيايي په کيمپ کې لږترلږه ١٤٠٠کورنۍ ميشته دي ولې داديزوکيمپ په بشپړډول لۀ دې امله خوشې کړل شوى دى چې دبې کوره شوؤخلکودوينا له مخې په دغه کيمپ کۀ له يوې خواسيلابي اوبۀ راماتې وې نوبلخواپه کې دبې کوره شوؤخلکودشپوسباکولودپاره هيڅ رفم اساني په نظرنه ليدل کيده،حتى چې دسوراوړي په دې گرم موسم کې دغلته ميشته دباجوړوگړوته دبريښنا يابجلۍ اساني هم نۀ وه ورکړل شوې ځکه ددغه کيمپ خلک ياخودپيرپيايي کيمپ ته په کډوکولومجبوره شول اؤيابيادپيښوربيلابيلوسيموکې دخپلوانواؤدکرايه په کورونوکې ميشته شول
داوخت دپيښورپه بټيان،شاه عالم،شيروجنگۍ،افغان کالونۍ،بشيراباد،شاه ډنډ،دله زاک روډ،ديرکالونۍ،قاضي کلي،شيخ اباد،زرگراباداؤگڼونوروسيموکې په دباجوړپه زرگونوبې کوره شوې کورنۍ ژوندکوي چې په دغوکورنيوکې زياتره حکومت سره ثبت ياراجسترنه دي اؤدحکومت ياغيردولتي موسيسولخوادهغويي دپځايې کولودپاره هيڅ پروگرام نه ترسترگوکيږي،
همدغه رازدصوبه سرحدپه ديرسيمه کې دحکومت سره دباجوړدبې کوره شوؤکسانوشميره٩٢٨٩٢ده خوغيردولتي موسيسې دغه شميره تر١٥٠٠٠٠ښـايي،
په ديرکې دغه بې کوره شوې کورنۍ په منډا،جندول،مايار،تالاش،ژيارت،مسکيني،کمبټ،ميدان،ثمرباغ،تيمرگره اؤنوروسيموکې ميشته دي اؤهغويي هم گيله لري چې دحکومت لخواورته هيڅ رقم اسانۍ نه دي ورکړل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG