لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : قبائيلو دځايې ١٥ؤ کمانډرانو کورونه سوځولي دي


د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ سالارزو قبائيلو د ځايې جنگياليو پۀ ضد لښکر ويستلى دى اؤ دځايې ١٥ؤ مهمو کمانډرانو کورونه يې سوځولي دي.
سرچينې وايي دغه کورونه دکسئ په سيمه کې سوځول شوي دي اؤ اوس دقبائيلو د غه وسله وال لښکر د باجوړ دمرکز خار خواؤشا په لوري پرمختگ کوي.
دسالارزو قبيلې لخوا وروسته له هغې دځايې تندلارو په ضد دعملياتو پريکړه شوې وه چې تيره اوونۍ تندلارو درې ځايې ملکان وژلي وؤ.
په باجوړ ایجنسۍ کې دتيرې میاشتې راهسې د ځايې طالبانو اؤ امنيتي ځواکونو ترمنځ په پيل شوؤ نښتو کې خواؤشا ٦٠٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمېر ژوبل شوي دي.
په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله په زرگونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتگ په هڅه کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG