لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: وکيلانو دپارليمان مخې ته  احتجاجي پرلتونه غځولي دي


دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو دسازمان په غوښتنه دعدليې دازادۍ اؤ دسترې محکمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په گډون دنورو قاضيانو دپځايې کولو دپاره نن د زيارت په ورځ وکيلانو سخت احتجاجونه وکړل اؤ په پلازمينه اسلام اباد کې يې دپارليمان دودانۍ مخې ته احتجاجي پرلتونه وغځول.
دپرلت ماتونې داحتجاج مشري دوکيلانو دسازمان مشر اعتزاز احسن ، سردار عصمت الله اؤ هارون الرشيد کوله.
په احتجاجي مظاهره کې دمدنې ټولنې ، جماعت اسلامي اؤ تحريک انصاف په سوونو غړي هم شامل وؤ.
بل لوري ته دملتان دايالتي محکمې دوکيلانو دسازمان غړو دپوليس دګيرې په ماتولو سترې محکمې ته دننوتلو هڅه وکړه چې په دې پوليسو په وکيلانو کوتکونه وورول.
دپوليس لخوا دوهل کيدو له امله دملتان دايالاتي محکمې دوکيلانو مشر خالد خان اؤ ځينې نور وکيلان ژوبل شول.
دپارليمان دودانۍ مخې ته خبريالانو سره دخبرو کولو په مهال اعتزاز احسن وويل پارليمان خپلې ژمنې نۀ پوره کوي، ځکه وکيلانو دپارليمان مخې ته دپرلتونو غځولو پريکړه وکړه.
هغۀ وويل دازادې عدليې پرته ډيموکراسي نۀ شي ټينګيدى اؤ دلرې کړل شوي مشر قاضي پرته دعدليې پځايې کول سم ګام نۀ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG