لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : پاکستان امریکایي هیلي کاپټرې په شا کړې نه دي


د امریکا پوځ دهغه رپوټونو ترید کړی دی چې وایي پاکستاني ځواکونو یې په هېلي کاپټرو دغه هیواد ته په ننوتو ډزې کړې دي.
لیفټنټ نتن پیري نن وائس اف امریکا ته ویلي د امریکا هېلې کاپټری پاکستان ته نه دي ننوتي او نه د پاکستان پولی سره نزدې څه عملیات روان دي.
د افغانستان پولی سره نزدې د پاکستان قبایلي سېمی شمالي وزیرستان ځایي چارواکو ویلي دي دغه پېښه د اتوار په ورځ شوې ده.
دپاکستان پوځ دغه پېښې په اړه څه بیان نه دی ورکړی.
تېره اونۍ دپاکستان جمهوررئیس اصف علي زرداري پارلمان ته پخپله وینا کې ویلي وؤ حکومت به یې د هېواد سرغړونه برداشت نه کړي او د ترهگرۍ پرضد جگړه کې به یو هېواد ته هم پاکستان کې دننه د عملیاتو اجازه ور نه کړی.
د ښاغلي زرداري دغه بیان افغانستان کې موجود د امریکا ځواکونو لخوا جنگیالو پرضد پاکستان قبایلي سیمو کې میزایلي او ځمکنۍ بریدونو نه پس راغلی وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG