لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بائيډن ، پالن : پاکستان خطرناک اټومي هيواد دى


دامريکا دجمهوري رياست د ټاکنو لپاره ددواړو گوندونو مرستيالو کانديدانو پاکستان ددنيا خطرناک اتومي هيواد گرځولى دى.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بې ثباته پاکستان یا اټومي ایران زیات خطرناک دی.
د ډیموکریټ او ریپبلېکن گوندونو لخوا د مرستیال جمهورریسۍ جوبائیډن او سېره پېلن دواړه هیوادونه خطرناک وبلل.
جوبائیډن وویل د استخباراتي ادارو رپوټونه وایي که بل برید کیږی نو دا به د پاکستان او افغانستان په غرونو کې د القاعدې د پټ شوو مشرانو لخوا پلان کیږي.
سناتورجوبائيډن ادعا کوي چې دپاکستان اتومي وسلې داسرائيل لپاره مستقله خطره ده اؤ داسامه دموجوديت په اطلاع به پاکستاني سيمو کې بريد کولى شي.
د امریکا سينټ لويس ښار کې دلومړي بحث په مهال دډيموکراټ گوند مرستيال صدارتي کانديد وويل دپاکستان اتومي وسلې دهند اؤ اسرائيل لپاره مستقل خطره ده.
هغۀ وويل دخپل منصب سمبالولو وروسته به دپاکستان، ايران اؤ افغانستان په هکله امريکايي تگلاره کې بدلون راولي.
جوبائيډن داوباما ددريځ څرگندولو په ترڅ کې وويل کۀ امريکا ته دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په اړه پاکستان کې دموجوديت خبر ترلاسه شي نو بريد به کولى شي.
بائيډن زياته کړه پاکستان کې دجمهوريت ملاتړ کولو ته اړتيا.
دهغۀ وينا وه القاعده دپاکستان اؤ افغانستان لپاره گواښ دى.
دري پبلکن گوند مرستيالې صدارتي کانديدې ساره پالن دخپل مقابل سره داتفاق کولو په ترڅ کې وويل دا سمه ده چې اتومي پاکستان دنړۍ لپاره خطردى.
هغې عراق اؤ افغانستان کې دبوش انتظاميې دکړنلارې څخه ددفاع کولو په مهال وويل امريکا دغه جنگ گټي.
ساره پالن وويل دالقاعده غوندې تنظيمونه پر امريکا دبريد لپاره ښکاره نۀ شي پريښودل کيدى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG