لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : د طالبانو بغاوت د سویل او ختیځ نه نورو برخو ته هم خور شوی دی


افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشر استازي کې ایدي ویلي د طالبانو یاغیتوب د هیواد سویل او ختیځ نه اوس نورو برخو ته خور شوی دی.
نوموړي زیاته کړه ملکي خلکو او د مرستې کارکونکو باندې بریدونو زیات شوي دي.
کې ایدي چې افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازی دی د ملگرو ملتونو امنیتي شورا ته د نهې په ورځ ویلي د جولائی او د اگست په میاشتو کې افغانستان کې د ټولو زیات بریدنو شوي دي.
نوموړي وویل د تیر کال په پرتله افغانستان کې څږ کال کې تشدد ۴٠ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلي ایدي زیاته کړه د تېر وخت پخلاف څږ کال په ژمي کې هم د جنگیالو په بریدنو کې د کمې امکان نه ښکاري. نوموړي د ناهیلۍ نه ډکو ویناو پرضد هم غږ کړی او ویلي یې دي چې ځیني مثبت پرمختگونه هم شوي دي.
ښاغلي ایدي په افغان حکومت کې بدلونونه او گاونډي هیواد پاکستان سره ښې اړیکې د مثال په توگه وړاندې کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG