لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست:دپاکستان پولې سره نزدې دناټوعملياتوکې٩افغاني عسکروژل شوي دي


دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په ختيزولايت خوست کې دائتلافي ځواکونوپه عملياتوکې ٩افغاني عسکروژل شوي دي
دافغانستان ددفاع وزارت په دغه هکله په يوه بيانيه کې ويلي دي افغاني٩ عسکر هاغه مهال ووژل شول کله چې نړيوالو ځواکونو خوست ولايت کې دهوايي عملياتو په ترڅ کې دطالبانو شکمن سنګرونه په نخښه کول.
بيانيه زياتوي نړيوالو ځواکونو دغه هوايي عمليات دسيد خيل په اولسوالۍ کې دشپې ٢ بجې ترسره کړل چې پکې ٩ پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړو اؤ ٣ نور ژوبل شول.
دافغانستان ددفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي وايي په ژوبل شوؤ عسکرو کې د٢ؤ حالت مرګونى دى.
په سيمه کې دپوليسويوبل مشر لطف الله بارک خيل وويل دغه پيښه سحر وختي هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو هوايي عمليات ترسره کړل چې پکې ٨ عسکر مړۀ اؤ ٥ ژوبل شول.
هغۀ وويل پيښه کې ١ تن اولسي وګړى هم وژل شوى دى.
هغۀ ادعا وکړه چې دغه هوايي بريد په داسې وخت کې رامينځته شوى دى چې په سيمه کې دجنګيالو په ضد عسکري عمليات پيل کړل شوي وؤ.
بل لوري ته دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو پخپل يو بيان کې تصديق کړې ده چې کيدى شي ائتلافي ځواکونو په خوست ولايت کې دتيروتنې له امله تيره شپه افغان ملي عسکر وژلي اؤ ټپيان کړي وي، اؤکيدلى شي دغه به ددواړو خواؤ ترمينځ دسوء تفاهم له امله شوي وي.
دخوست والي ارسلاجمال وايي ائتلافي ځواکونو دتيروتنې له امله دسيد خيل سيمه کې دشکمنو طالب جنګيالو دسنګرونو پځايې دعسکرو پوسته ويشتلې ده.
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو مشر وياند کولونل ګريګ جولين منلې ده چې سيمه کې دغه رقم يوه پيښه رامينځته شوې ده خو نور جزئيات يې نۀ دي ښودلي
بل لوري ته دافغانستان داروزگان ولايت په دهراوداولسوالۍ کې امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ٣٥طالبان وژل شوي دي
دداروزگان د پوليسو مشر جمعه ګل همت يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل له ١٠٠ؤ څخه زياتو طالبانو ددهراود اولسوالۍ باندې دقبضې کولو په غرض بريد وکړو خو زمونږ پوليسو په ميړانه دهغويي مقابله وکړه اؤ ٣٥ طالب جنګيالي يې ووژل چې مړي يې په سيمه کې پراتۀ دي.
همت وويل زمونږ ٣ پوليس هم په دغه جګړه کې وژل شوي اؤ ٩ نور ژوبل شوي دي.
هغۀ وويل دافغان عسکرو مرستې لپاره دنړيوالو ځواکونو جنګي الوتکې هم راوغوښتل شوې.
په افغانستان کې دامريکا اؤ ناټو ځواکونو په سمدستي توګه ددغه پيښې په هکله څه نۀ دي ويلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG