لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وال سټریټ ورځپاڼه : امريکا طالبانو سره نيغ په نيغه خبرو  باندې غور کوي


دامريکا ورځپاڼې وال سټريټ جورنل ادعا کړې ده چې امريکا افغانستان کې خپله تگلاره کې دښکاره بدلون کولو په ترڅ کې د طالبانو بعضو عناصرو سره په خبرو غور کوي.
ورځپاڼه پخپل راپور کې وايي دسپينې ماڼۍ اؤ پوځ لوړپوړي چارواکي باور لري چې دطالبانو داعلى قيادت دشاملولو څخه بغيربه دځينو طالبانو سره خبرې افغانستان اؤ گاونډي هيواد پاکستان کې دوضعې ښۀ کولو کې لاس امداد وکړي.
دامريکايي چارواکو له مخې دسپينې ماڼۍ دپټ جاج اخستنې راپور کې خواست شوى دى چې افغان حکومت ته دامريکا دفعاله برخې لرلو ترڅنگ طالبانو سره دخبرو اترو کولو مشري په غاړه اخستل پکار دي.
طالبانو سره دخبرو اترو وړانديز ته دامريکايي پوځ دنومول شوي مشر جنرال ډيوډ پيټراس ملاتړ ترلاسه دى.
جنرال پيټراس هم په دې طرز عراق کې کار کړى دى چرته چې امريکا سني قبائيل دالقاعده په ضد جنگ باندې رضا کړل اؤ ورسره عراق کې دگډوډۍ پيښو باندې قابو وموندل شوه.
دراپور له مخې دسپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي اؤ پوځي مشران دطالبانو دلوړې کچې پځايې دلاندې کچې قيادت سره خبرې کول غواړي.
راپور ليکي دغه خبرې به افغان حکومت کوي خوامريکا به پکې هم برخه اخلي.
دورځپاڼې له مخې دغه وړانديز افغانستان کې دامريکا دنوې تگلارې په هکله جوړو کړل شوؤ خواستونو کې هم ورکړل شوى دى

XS
SM
MD
LG