لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شبقدر:په پوځيانوځانمرگي بريدکې ٤کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحددچارسدې ضلعې په شبقدرسيمه کې په امنيتي ځواکونوترسره شوي ځان مرگي بريدکې د٢ؤعسکروپه گډون ٤کسان وژل شوي اؤ٦نورژوبل شوي دي
دغه پيښه نن دشوروپه ورځ دشبقدرتحصيل په سبحان خوړنومې سيمه کې دهلکانوديوسکول مخې ته رامنڅته شوه،
ويل کيږي دسبحان خوړدسکول مخې ته دتيرودريوؤ ورځوراپديخواپوځيانوخپل يوعارضي کيمپ جوړکړى ؤ نن سحريوځان وژونکي دچاوديدونکوموادوڅخه ډک موټرددغه کيمپ سره ټکرکړوچې لۀ امله يې يوه درنه چاودنه وشوه،
په پيښه کې ژوبل شوي کسان د درملنې دپاره دشبقدراؤپيښورپوځي روغتونونوته رسول شوي دي،
ددغه ځان مرگي بريدڅخه وروسته دامنيتي ځواکونولخواټوله سيمه په ولکه کې اخستل شوې اؤگرځ بنديزياکرفيوپځايې کړل شوې ده دپاکستاني پوځ وياندميجرجنرال اطهرعباس منلې ده چې دايوځان مرگي بريدؤ،
عيني شاهدينوډيوه راډيوته وويل دځان مرگي بريدڅخه وروسته امنيتي ځواکونوناتاره هوايي ډزې پيل کړې چې لۀ امله يې دسيمې په اوسيدونکيوکې سخته ويره ترهه خوره شوه،
دهغوئ وينا وه امنيتي ځواکونوپه نزدې قبائيلي سيمه مهمندايجنسۍ اؤشاوخواکې دطالبانوسنگرونه په توپونووويشتل

XS
SM
MD
LG