لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان اؤ نړيوالې مالياتې پنگې ترمينځ دپوراخستنې تړون شوى دى


دپاکستان دخزانې مشاور شوکت ترين وايي پاکستان دنړيوالې مالياتي پنگې يا ايي ايم ايف څخه راتلونکو ٢٣ؤ مياشتو کې د 7.6 بلين ډالرو د پور ترلاسه کولو لوظنامه کړې ده
په دغه پور به دسود شرح ددرې نيم څخه واخله ٤ؤ فيصدو پورې وي اؤ دغه قرضه به په٥ؤ کالو کې بيرته ورکول وي ، دپور ورکړه به دکال ٢٠١١ء څخه پيل کيږي.
کراچۍ کې دسټيټ بينک گورنرې شمشاد اختر سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخزانې مشاور وويل دمجموعي پور څخه به ددرې نيمو څخه نيولې ٤ اربه ډالرې راتلونکې يوه مياشت کې ترلاسه شي
دهغۀ وينا وه ددغه پورونو ترلاسه کولو لړ کې کوم نوى شرط نۀ دى ايښودل شوى.
شوکت ترين وويل د پور ترلاسه کولو غوڅه نيټه نۀ شي ورکړل کيدى خو روانې مياشتې څخه به د پور ورکړه پيل شي.
هغۀ وويل دايي ايم ايف لخوا به دپور ورکړه په غوڅه توگه دايي ايم ايف داعلان څخه وروسته کولى شي اؤ ددغه پور اساسي مقصد ملکي ذخيرو کې زياتوالى راوستل دي.
هغۀ وويل پاکستان دا مهال دسخت معاشي بحران څخه تيريږي.

XS
SM
MD
LG