لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دپوليسواؤتندلارونښته کېڅلورکسان وژل شوي دي


دپيښورسره نزدې په متنو سيمه کې دپوليس سره نښته کې ددوؤ تندلارو په ګډون څلور کسان وژل شوي اؤ نور٤ کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې جنګيالو دځايې ناظم عبدالمالک په کور بريد وکړو چې له دې وروسته پوليسو ځوابي عمليات پيل کړل
٢دپوليسوپه عملياتوکې جنګيالي ووژل شول اؤ په دې مهال دناظم عبدالمالک دکورنۍ دوه غړي خيال ګل اؤ شيرمست هم ووژل شول.
نښته کې د يوې ښځې اؤ ناظم په ګډون څلور کسان ژوبل شوي هم دي چې دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي دي.
دپوليسو له مخې دناظم په کور دبريد مقصد امنيت خرابول وؤ.
بل لوري ته دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې امنيتي ځواکونو دجنګيالو په پټ ځائيونو ګوله باري کړې ده خو دکومې ځاني مرګ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي رارسيدلي.
دسرچينو له مخې دسوات په کبل تحصيل اؤ مټې په بره سيمو امنيتي ځواکونو لخوا بيګاه ټوله شپه دجنګيالو سنګرونه په نخښه شول خو دځاني مرګ ژوبلې په اړه اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
نن په ١٦مه ورځ هم کانجو کبل روډ دتګ راتګ لپاره تړل شوى ؤ چې له امله يې ځايې اوسيدونکي ستونزو سره مخ دي.
اخوا نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې هم جنګيالو راکټې داغلي خو کومه ځاني مرګ ژوبلې يې نۀ ده اړولې.
بنو کې هم په پوليس څوکيو دراکټي بريدونو لړۍ دوام لري ، بيګاه شپه په حيبک شيرزاده خان نومې پوليس پوسته بريد وشو چې ځاني زيان يې نۀ دى اړولى.
له بريد څخه وروسته پوليسانو ځوابي عمليات پيل کړل له دې وروسته جنګيالي وتښتيدل.
بنو کې دتيرې ورځې څخه پر پوليس څوکو دراکټې بريدونو لړۍ دوام لري

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG