لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ملیونونو  امریکایان  نن د شکرانې ورځ لمانځي


دا ورځ امریکا کې د نومبر په څلورم زیارت هرکال لمانځل کېږي. په دې ورځ گرده امریکا کې عام رخصت وي او امریکایان هغه خوارکونه کوي چې پکې خړتمې چرگان حلال کړې شوي وي.
امریکایان یوبل ته د شکرانې ورځ مبارکې ور کوی.
په امریکا کې دا ورځ د کال 1621 راهسې لمانځل کېږي او د 1863 راهسې دا ورځ په سرکاری کچه لمانځل کېږی.
د امریکا جمهورئیس بوش به د پایه تخت واشنگټن نه بهر د سیال گرو تفریحې ځاې کیمپ ډیوډ کې د خپلې کورنې سره لمانځي. په دې ورځ گڼ شمېر امریکایان په قامي کچه کیدونکې لوبې او د شکرانې په ورځ کیدونکې نور تقریبونه په کورنو کې په خپلو ټیلي ویژنونو گوري.

XS
SM
MD
LG