لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پوځ : په افغانستان کې يې ٤٤ جنگيالي وژلي دي 


په يوه بيانيه کې ويل شوي دي افغاني اؤ ائتلافي ځواکونو په شمالي افغانستان کې ديوې جگړې په مهال ٣٣ جنگيالي وژلي دي.
دغه جگړه په شمالي ولايت هلمند کې رامينځته شوې ده.
کابل کې دائتلافي ځواکونو لخوا جاري کړل شوې بيانيه کې ويل شوي دي دافغانستان دهلمند ولايت په نادعلي اولسوالۍ کې طالبانو پر ائتلافي ځواکونو دگزمې په مهال بريد وکړو، له دې وروسته ائتلافي ځواکونو ځوابي عمليات کړل چې له امله يې ٣٣ طالبان ووژل شول.
ائتلافي ځواکونوته دطالبانو په ضد دغه جگړه کې دهوايي ځواکونو ملاتړ هم ترلاسه وؤ.
دائتلافي ځواکونو په دغه بيانيه کې دکوم پوځي دوژل کيدو يا ټپي کيدو تصديق نۀ دى شوى.
په افغانستان کې دا مهال اويا زره ائتلافي ځواکونه دترهه گرۍ په ضد په جگړه بوخت دي.
دافغانستان ددفاع وزارت وايي دجمعې په ورځ شمالي ولايت فراه کې افغاني ځواکونو سره په نښته کې ٧ جنګيالي وژل شوي دي .
يوه بله بيانيه وايي ائتلافي ځواکونو په مرکزي غزني ولايت کې ٤ طالبان وژلي دي
بيانيه زياتوي په دغه وژل شوؤ طالبانو کې يو هاغه طالب کمانډر هم شامل دى چې دښځو بورقعه يې اچولې وه اؤ مخ يې پرې پټ کړى ؤ.
افغاني ځواکونه وايي شاوخوا ١٤ عسکر اوس هم لا درکه دي چې دشمالي ولايت بادغيس څخه په اوياؤ ګاډو کې د٢٠٠ؤ طالبانو يو کاروان دزيارت په ورځ تښتولي وؤ اؤ ١٢ افغاني پوليس اؤ پوځيان يې وژلي هم وؤ.
ځايې کمانډر جنرال فضل سيار وويل هغوي طالبانو دځان سره بوتلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG