لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : حافظ سعید نظر بند او د جماعت الدعوة دفترونه تړل شوي دي


دکورنيو چارو وزارت داحکامو وروسته په ټول هيواد کې دجماعت الدعوة پنگې کنگل، دفترونه بند اؤ تراوسه يې له١٨٠ ؤ څخه زيات غړي نيول شوي دي.
امنيتي ځواکونو په جهلم، باغ، کوهاټ، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، هري پور کې ددغه تنظيم مرکزونه تړلي دي.
اخوا پايه تخت اسلام اباد کې هم پوليسو ددغه تنظيم دفترونه تړلي دي.
نن سحر بهاؤلپور ضلع کې دجماعت الدعوة پينځه مرکزونه تړل شوي دي، په دغو مرکزونو کې مرکزمسجداقصي ون يونټ چوک، مرکزالبدر شکارپوري گيټ بهاؤلپور، مجسدتوحيد حاصل پور، مرکزالبدر يزمان اؤ مرکز جماعت الدعوة احمدپور شرقيه شامل دي خو ددغه کارروايۍ په مهال څوک نيول شوي نۀ دي.
ددغه تنظيم مشر حافظ محمدسعيد اؤ نور غړي ډاکټر عبدالرحمان مکي، مولانا امير حمزه، مولانا عبدالعزيز علوي، مفتي عبدالرحمان رحماني، يحيى مجاهد، سيف الله منصور، قاضي کاشف نياز، کرنل(ر) نذيراحمد اؤ قاري ياسين په کورونو کې نظربند کړل شوي دي.
دجماعت الدعوة وياند عبدالله منتظر ويلي دي ددغه تنظيم مشر په گډون دنورو غړو دنظربندۍ اؤ ددفترونو تړلو دگامونو په ضد به عدالت ته مراجعه کوي.
اخوا مظفرابادښار کې هم پوليسو دشپې ناوخته دجماعت الدعوة مرکزي دفترتړلى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG