لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مېرمن بوش : افغان میرمنې چېلنجونو سره مخ دي


د کله نه چې هم په ٢٠٠١م کال کې امریکې په افغانستان یرغل کړی دی. د جمهورئیس میرمن لارا بوش په افغانستان او بیا په ځانگړې توگه افغان میرمنو کې ډیره علاقه لري.
د امریکایي یرغل وړاندې، د پخواینو طالبانو مشرانو لخوا په ښځو بندیزونه لگول شوي وؤ. او رسمي تعلیم یې کولې نه شو. میرمن بوش وایي افغان میرمنو ډیر پرمختگ کړی خو اوس هم ډیر څه ته اړتیا لري.
مېرمن بوش دا خبرې د ویډیو د لارې د واشنگټن نه کولې او په کابل کې د امریکا په سفارت خانه کې کتل کیدی.
یو شمېر امریکایي او افغانی چارواکي او افغان میرمنې د ویډیو خپریدو په وخت ناستې وی. دغه ښځې د افغان کونسل غړې وي.
افغان کونسل هڅه کوي چې افغان سوداگر او واړه صنعت کاران دداسې امریکایي مشرانو او پروفیسرانو سره ملگري کړي چې د افغانانو رهنمایي وکړي.
یوه افغان میرمنه مسعوده سلطان وایی ښځی اوس هم د مشکلاتو سره مخ دي.
دې ویلي یو مثال یې د عدلیې سسټم دی او وایي ښځه د خپل نارینه نه بغیر په محکمه یا عدالت کې گواهي ورکولی نه شي.
د ویډیویایي وینا وروسته، په سفارت خانه کې ناستو ټولو کسانو د مېرمن بوش نه د ټولو افغانانو ښځو لخوا مننه وکړه. مېرمن بوش وویل دا به ائنده کې هم افغان میرمنو سره په گډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG