لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليزارائس :دممبۍ دبريدونو راپديخوا دپاکستان گامونه پوره نۀ دي


دامريکا دبهرنيو چارو وزيره کونډوليزارائيس وايي دممبۍ دترهه گريزو پيښو څخه را وروسته کۀ هر څو پاکستان زړۀ پورې گامونه اخستي دي خو دغه گامونه پوره نۀ دي اؤ ورته به نور گامونه هم اخستل وي.
دامريکا دبهرنيو چارو ددفتر څخه دجاري شوي بيان له مخې ميرمن رائس دبهرنيو چارو داړيکو کونسل ته دوينا په مهال ويلي دي پاکستان ترهه گر بې هيواده عناصر گرځولي خو يواځې په دغه وينا دپاکستان مسؤليت نۀ ترسره کيږي ، بلکې کۀ دغه ترهه گر دپاکستان دځمکې څخه فعاليتونه کوي نو بايد په ضد يې عمليات وکړل شي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې دممبۍ دپيښو راوروسته په سيمه کې پيدا شوى وضعيت زيات سنجيده وبللو اؤ وې ويل دامريکا جمهوررئيس هغه ددې دپاره هند ته ليږدولې وه چې ددغه هيواد داولس اؤ حکومت سره دترهه گرۍ په پيښو ديو والي څرگندونه وکړي.
دنوموړي وينا وه امريکا دپاکستان اؤ هند سره غوره اړيکې لري ولې دپاکستان اولسي حکومت ته به دترهه گرۍ دمخنيوي دپاره کوټلي گامونه اخستل وي.
دپاک هند کړکيچ په هکله ليزارائس وويل دواړه هيوادونه بايد تاؤتريخوالي ته دودې ورکولو څڅه ډډه وکړي.
بل لوري ته دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي وايي په پاکستان کې پرله پسې دامن دخرابې وضعې له امله دطاقت يو شمير مرکزونه پيدا شوي دي اؤ کۀ چرې يو هيواد دترهه گرۍ په ضد دعملياتو کولو په هکله خپلې ژمنې نۀ ترسره کوي نو هند دخپلو گټو له امله په ټولو لارو چارو غور کولى شي.
خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي مکهرجي وويل هند خپلو گاونډيانو ته څو څو کرته ويلي دي چې خپله ځمکه بايد دهند په ضد کاريدلو ته ورنۀ کړي اؤ دترهه گرۍ مرکزونه دې له مينځه يوړل شي خو دهند ددغو پوښتنو په ځواب کې له وعدو پرته تراوسه هيڅ نۀ دي شوي.
مکهرجي دپاکستان دنوم اخستلو پرته وويل يو هيواد چې دترهه گرو مخه نۀ نيسي نو هند بيا دخپل تحفظ دپاره په هره لار غور کولى شي.
همدغه راز په امريکايي استخباراتي راپور کې ادعا شوې ده چې هندي ځواکونه اوس هم په پاکستان دبريد دپاره چمتو دي.
دنړيوالې استخباراتي شبکې اسټراټ فار له مخې هندي پوځ په پاکستان کې دخپلو هدفونو په نخښه کولو دپاره تيارۍ بشپړ کړي دي اؤ اوس يواځې دحکومت اشارې ته انتظار کوي.
په راپور کې ويل شوي دي هندي فضائيه دپاکستان دولکې لاندې کشمير کې يو اړخيز بريدونه کولى شي اؤ هغوي ته به په دغه بريدونو کې دځمکني پوځ ملاتړ هم ترلاسه وي، خو دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکو څو کرته په ډاگه کړې ده چې پاکستاني پوځيان هر بهرني تيري ته دخلۀ ماتونکي ځواب ورکولو توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG