لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ هند هوایي پوځي تمرينونو دوام لري


دممبۍ دترهه گريزو پيښو له امله دپاکستان اؤ هند ترمينځ دسيوا شوي تاؤتريخوالي په ترڅ کې نن په دوهمه ورځ هم دپاکستان جنگي الوتکوپه بيلا بيلو ښارونو کې تمرينونه وکړل.
په لاهور، اسلام اباد، پينډۍ،سرگودها، پيښور، کوئټه اؤ دبلوچستان ايالت په گډون په يو شمير ښارونو کې دپاک فضائيې الوتکو تندې گزمې وکړې چې له امله يې خلکو سره په هيواد کې دجنگي وضعيت ويره مل وه.
دپاکستاني فضائيې دسرچينو وينا ده دالوتکو ددغو تمرينونو مقصد دهر رقم بيړني وضعيت مقابلې ته ځان چمتو ساتل دي.
بل لوري هند هم دممبۍ دپيښو را په ديخوا په پاکستان دنړيوال فشار سيوا کولو تگلاره کله نيولې ده اؤ راپورونه وايي هند نن پخپلو پولو دپوځيانو شمير کې داضافې ترڅنگ دجنگي الوتکو الوتنې هم پيل کړي دي.
دسرچينو له مخې نن دهند دهوايي ځواکونو الوتکو په پنجاب اؤ نورو سرحدي پولو کې الوتنې کړي اؤ په راجستان کې دپاکستان سره په لگيدلې پوله هند خپل نور پوځيان هم اچولې دي.
همدغه راز په جيسلمير، اتارلئ، بهوج اؤ گجرات کې هم هندي کمانډويانو ته دچمتو اوسيدو امر شوى دى.
دهند حکومت غواړي پاکستان ورته هغه ترهه گر وسپاري چې دممبۍ په ترهه گريزو پيښو کې لاس لري خو پاکستان وايي نۀ هم دممبۍ په پيښو کې لاس لرونکي ترهه گر پاکستانيان وؤ اؤ نۀ به پاکستان خپل خلک هند ته وسپاري.
په نړيوال کچ دا وخت پاکستان دسخت فشار لاندې دى اؤ دې غوښتنې ترې زور نيولى دى چې بايد دترهه گرو په ضد نور تنداؤ ريښتونې گامونه هم واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG